شي جين پینګ: چين به هېڅکله د تسلط په لټه کې نه وي
CMG2022/10/16 14:00:41
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر د ۱۶مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو. شي جين پینګ د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې د مرکزي کمېټې په استازيتوب دغه کانګرېس ته راپور وړاندې کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين د خپلواکۍ او سولې پر ډيپلوماتيکو تګلارو ټينګار کوي، خپل دریځ او تګلارې تل د حقيقت له مخې ټاکي، د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول او نړيوال عدالت ساتي، له هر ډول بادارۍ او زور سياست، د سړې جګړې له مفکورې، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او د دوه ګونې معيارونو له غوره کولو سره مخالفت کوي. دغه راز چين به هېڅکله د تسلط په لټه کې نه وي او هېڅکله به خپله جغرافیه پراخه نه کړي.

(غاټول)