د چين استازی: د پرمختيايي هېوادونو تر منځ همکارۍ دې پياوړې شي
CMG2022/10/16 13:27:05
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي وزير مختار وانګ هونګ بو د اکتوبر په ۱۴مه نېټه څرګنده کړه، چې د پرمختيايي هېودونو تر منځ همکارۍ د دغو هېوادونو لپاره د ګډ پرمختګ د رامنځته کولو لپاره مهمه لار ده او هېواد يې د پرمختيايي هېوادونو له همکاريو څخه ټينګ ملاتړ کوي او له نړيوالې ټولنې څخه غواړي، چې يووالی وساتي او همکارۍ پياوړې کړي.

وانګ هونګ بو د ملګرو ملتونو د ۷۷مې دورې عمومي اسامبلۍ يوې غونډې ته د وينا پر مهال يادې خبرې وکړې او ويې ويل، چين د خپل پرمختګ په عین وخت کې په ټينګار سره له نورو پرمختيايي هېوادونو سره مرسته کوي او هېله لري چې له بېلا بېلو خواوو سره ګډې همکارۍ وکړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال اجنډا تطبيق کړي، څو نړۍ لاځواکمن، شين او سالم پرمختګ ومومي.