شي جين پينګ: چين په نوښتي هېوادونو کې شامل شوی دی
CMG2022/10/16 13:50:54
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کمېټې په استازيتوب دغه کانګرېس ته راپور وړاندې کړ.

ده وويل، چين د ځينو کليدي او مهمو تېکنالوژيو د څېړلو په برخه کې برياليتوبونه تر لاسه کړي او نويو ستراتيژيکو صنعتي چارو يې وده کړې ده. دغه راز، په چين کې د انسان وړونکو فضايي بيړيو په لېږلو سره د فضانوردۍ، سپوږمۍ او مريخ ته د اکتشاف، د سمندرونو او ځمکو ژورو ځايونو ته د رسيدنې او تحقیقاتي، د سوپر کمپيوټرونو، د سپوږمکيو له لارې د لارښوونې، د کوانټوم معلوماتو، د ذروي برقې تېکنالوژيو، د لويو الوتکو د جوړونې، د بيلوژيکي درملو په شمول په بېلابېلو برخو کې مهم پرمختګونه تر لاسه شوې او په دې سره دغه هېواد په نوښتي هېوادونو کې شامل شوی دی.