شي جين پينګ د عراق نوي ولسمشر عبداللطيف رشيد ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2022/10/16 09:59:17
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د عراق د ولسمشر په توګه د عبداللطيف رشيد ټاکل کېدو په مناسبت نوموړي ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

 شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې چين او عراق پخواني دوستان دي.  په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي متقابل باور په پر له پسې توګه پياوړی شوی او په بېلا بېلو ساحو کې عملي همکارۍ په پرله پسې توګه وده کړې.

نوموړي زياته کړې، چې هغه د چين او عراق د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې چې له ولسمشر رشيد سره په ګډه د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د پرمخبیولو لپاره کوښښ وکړي څو دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسوي.