د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د دغه ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کمېټې په استازيتوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ.
شي جين پينګ وويل، چې چين د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سيمو عمده سوداګريز همکار دی او له نورو هېوادونو سره يې د تجارتو عمومي ارزښت په نړۍ کې لومړی مقام نيولی، په هېواد کې دننه د راجلب شوو بهرنيو پانګو او په نورو هېوادونو کې يې پانګونې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی، چې په لا لوی چوکاټ او پراخو ساحو کې يې په ژوره کچه د ورخلاصون جوړښت رامنځته کړی دی.