د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر د ۱۶مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د دغه ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې په استازيتوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ او و يې ويل، چې د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس له جوړېدو څخه لس کاله تير شوي او په دغه موده کې په چين کې د دغه ګوند او خلکو لپاره درې مهمې چارې وشوې. لومړۍ چاره يې دا ده، چې د چين کمونېست ګوند د جوړېدو سل کاله تېر شوی. دوهمه چاره يې دا ده، چې د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته ننوتلی دی. درېيمه چاره يې دا ده، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادۍ دندې تر سره شوې او لومړۍ سل کلنه موخه پوره شوې ده.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې دغه چارې د چين د کمونېست ګوند او چينايانو د ګډو هڅو تاريخي برياليتوب، د چيني ملت د پرمختګ تاريخي برياليتوب او پر نړۍ ژور اغېز لرونکی برياليتوب دی.