نړيوال: په تېرو لسو کلونو کې د چين برياليتوبونه د پام وړ دي
CMG2022/10/16 11:34:41
شريکول:

ډېرو نړيوالو شخصيتونو په دې وروستيو ورځو کې د چين مېډيا ګروپ له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې په تېرو لسو کلونو کې د چين د برياليتوبونو لوړه ستاينه وکړه او څرګنده يې کړه، چې چين په تېرو لسو کلونو کې د کمونېست ګوند په مشرۍ نه يوازې د اقتصاد، ساينس او تېکنالوژۍ او ټولنې په شمول بېلا بېلو برخو کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي، بلکې په نړيوال ډګر کې يې هم مهم رول لوبولی دی.

د کيوبا د نړيوال سياست د څيړنې مرکز کارپوه جوسي رواينا وویل، چې چين يو لوی هېواد دی او اوس مهال د تسلط غوښتنې او د انسانانو د سترو ننوګونو پر وړاندې خپلې ځانګړې ډيپلوماتيکې تګلارې غوره کوي. چين په ملګرو ملتونو او څو اړخيزو ډګرونو کې مهم رول لري او د پرمختګ لار يې د تائيد وړ ده، چې دغه پرمختګونه يې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د ډېرو هڅو په نتيجه کې ترلاسه شوي دي .

د کاناډا سوداګر کريس پيريرا وويل، چې په تېرو کلونو کې مو په چين کې په سوداګريز چاپيريال کې ستر بدلونونه ليدلي دي. د توليدي چارو په ځنځير کې د دغه هېواد مقام لوړ او د صادراتو ارزښت او کيفيت يې پياوړی شوی دی.