د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس استازي څنګه انتخابېږي؟
CMG2022/10/16 12:26:04
شريکول:

۱- د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس استازي څنګه انتخابېږي؟

د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۱۳ مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګريس د سه چوان ولایت ګوندي استازي په دې کانګريس کې د ګډون لپاره د بېجينګ نړیوال هوايي ميدان ته ورسېدل 

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په شپاړسمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د دغه کانګرېس د استازيو ټاکنې لږه موده مخکې پای ته رسېدلي او د استازيو نوم لړ يې خپور شوی دی.

دغه ټاکنې د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر لارښوونې لاندې د ۲۰۲۱م کال له نومبر څخه د روان کال تر جولای پورې تر سره شوي دي.

دغه ټاکنې د هېواد د ولايتونو، کورواکو سيمو، ښارونو، ګوندي او دولتي ارګانونو، مرکزي پولي ارګانونو په شمول اته دېرشو برخو کې شوي او ۲ زره ۲ سوه او شپږ نوي استازي پکې انتخاب شوي دي.

د چين د کمونېست ګوند د ملي کانګرېس د استازيو ټاکل د نوماندانو د وړاندې کولو او څارلو، د ابتدايي نوماندانو د ټاکنو او د مقدماتي نوماندانو د ټاکنو او رايه ورکولو په شمول له پنځو مرحلو تيرېږي.

 په دغو انتخاباتو کې د کمونيست ګوند د غړيو د ګډون انډول ۹۹ اعشاريه پنځه سلنه دی. دغه راز، په دغه ټاکنو کې د رايو ګرځنده صندوقونه جوړ شوي او کمپاينونه يې هم تر سره شوي دي.