امريکا اوکراين ته د ۷۲۵ ميليونو ډالرو په ارزښت نورې نظامي مرستې ورکړې
CMG2022/10/16 11:29:25
شريکول:

د امريکا د دفاع وزارت د اکتوبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړی، چې دغه هېواد اوکراين ته د بمونو او نظامي موټرو په شمول د ۷۲۵ مليونو ډالرو په ارزښت نورې نظامي مرستې ورکړې.

د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جو بايډن د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بهرنيو چارو وزير ته صلاحيت ورکړی، چې اوکراين ته د ۷۲۵ ميليونو ډالرو په ارزښت دفاعي وسايل ورکړي او د پوځي روزنې مالي مرستې برابرې کړي. له دغه صلاحيت سره سم به ياد نظامي مرستندويه توکي په راتلونکو څو ورځو کې اوکراين ته ولېږدول شي.

په اوکراين کې د بحران له پيل راهيسې له دغه هېواد سره د امریکا د نظامي مرستو عمومي اندازه له ۱۷ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو ډالرو څخه اوښتې ده.