شي جين پينګ: د چين اقتصادي ځواک تاريخي پرمختګ تر لاسه کړ
CMG2022/10/16 13:28:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د دې ګوند د ۱۹مې مرکزي کمېټې په استازيتوب ياد کانګرس ته راپور وړاندې کړ. هغه دې ته په اشارې سره ويلي چې له لسو کلونو راهيسې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له ۵۴۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه ۱۱۴۰۰۰ ميليارډو يوانو ته زيات شوی دی. دغه راز د چين اوسنۍ عمومي اقتصادي اندازه د نړيوال اقتصاد په عمومي اندازه کې ۱۸ اعشاريه پنځه سلنه نيولې چې دغه رقم د لس کاله مخکې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه دوه زيات شوی او په نړې کې يې دوهم مقام نيولی دی.

 

(غاټول)