شي جيڼ پینګ: د تايوان مسئلې حل د چينايانو خپل کار دی
CMG2022/10/16 15:27:48
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ ياد کانګرېس ته کاري راپور وړاندې کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې د تايوان مسئلې حل د چينايانوخپل کار دی او بايد د چينايانو له خوا پرېکړه وشي. مونږ په خورا اخلاص سره او تر خپلې وسې پورې د هېواد د سوله ييز وحدت لپاره پر خپلو هڅو ټينګار کوو او دا ژمنه نشو کولای چې د هېواد د سولې او وحدت د تامين لپاره له پوځي لارو چارو کار نه اخلو، موږ به د ملي وحدت لپاره ټول اړين تدبيرونه ونيسو، خو تدبيرونه او عمليات مو د تايوان د خلکو په مقابل کې نه، بلکې د بهرنيو مداخله کوونکو او د تايوان بېلتون غوښتونکو په مقابل کې دي. د ملي وحدت او سمسورتيا بهير لاهم روان دی او مونږ بايد د بشپړ ملي وحدت لپاره هڅې وکړو او  دې موخې ته به رسېږو.

(غاټول)