شي جين پينګ: په وطن کې مو آسمان لا شين، غرونه لا زرغون او اوبه لا پاکې شوې دي
CMG2022/10/16 15:06:36
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کمېټې په استازيتوب دغه کانګرېس ته راپور وړاندې کړ.

شي جين پينګ وويل، له تېرو لسو کلونو راهيسې مو پر هغې نظريې ټينګار کړی، چې پاکې اوبه او زرغون غرونه د شتمنۍ زيرمتون دی او هڅې مو کړی، چې غرونه، اوبه، ځنګل، پټي، واښه او صحرا په ګډه وساتو او اداره يې کړو، د ايکلوژيکي تمدن سيستم او ميکانيزم مو لا بشپړ شوی، د ايکلوژيکي چاپيريال د ساتنې په برخه کې مو تاريخي، ارزښتناک او هراړخيز بدلونونه رامنځته شوي او په وطن کې مو آسمان لا شين، غرونه لا زرغون او اوبه لا پاکې شوې دي.