شي جين پينګ د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د ګوانګ شي د پلاوي په ناستې کې ګډون وکړ
CMG2022/10/17 15:51:49
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د ګوانګ شي پلاوي د اکتوبر د ۱۷مې نېټې په سهار د بحث ناسته تر سره کړه او شي جين پينګ هم پکې ګډون کړی و.

نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د دې ګوند او هېواد د پرمختګ لوری روښانه کړی او د ګوند د سياسي اعلاميې او عملي نقشې په توګه به په نوې زمانې او مزل کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليسزم د عملي کېدو او پرمختګ لپاره د هېواد د بېلا بېلو قومونو د خلکو لارښوونه وکړي.

هغه د کمونېست ګوند له غړو او د هېواد له خلکو څخه غوښتي، چې خپلمنځي يووالی وساتي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ تېر لس کالونه د چين لپاره ځانګړی مزل یاد کړی او ويلې يې دي، چې په دغه لس کلن بهیر کې د چين د کمونېست ګوند او هېواد چارو ډېر پرمختګ کړی او ښې پايلې یې تر لاسه کړي دي.

نوموړي ويلي، چې تجربې د دې ښکارندويي کوي، چې د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي لار د چين له واقعي وضعيت سره سمون لري، د چينايانو هيلې يې غوړولي او د پرمختګ له غوښتنو سره برابره او مناسبه ده او ښه راتلونکی لري.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د يووالي او ګډو هڅو پر ارزښت ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د چين کمونېست ګوند په تېرو لسو کالونو کې د خلکو د قوت پر اتکا، د اقتصاد، ټولنيز پرمختګ، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په شمول ډېرو برخو کې ستونزې ليرې کړي او د حيرانتيا وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

نوموړي اوسنی مهم کار دا بللی، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د پرېکړو او پلانونو د عملي کولو لپاره ګامونه پورته کړي.