د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس راپور: چين به د لوړې کچې پر ورخلاصون ټينګار وکړي
CMG2022/10/17 20:56:08
شريکول:

د چين واکمن ګوند يعنې د چين کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د دغه ګوند د نولسمې دورې مرکزي کېټې په استازيتوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ او ويې ويل، چين به د باکيفيته پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د لوړې کچې پر ورخلاصون به ټينګار وکړي.

شي جين پينګ په دغه راپور کې وويل، چين به د ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړي، د ګډو ګټو لپاره به د ورخلاصون تګلاره تطبيق کړي، په پرله پسې توګه به د نړۍ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي، د ورخلاصون په بڼه د نړيوال اقتصاد د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي. 

چين د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سيمو مهم سوداګريز ملګری دی او د مالونو د سوداګرۍ عمومي ارزښت يې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی او د بهرنيو پانګو د راجلبولو او په بهر کې د پانګونې په برخو کې يې په نړۍ کې مخکښ دی.