د جاکارټا او باندونګ د اورګاډي پټلۍ چوکاټ بشپړ شو
CMG2022/10/17 14:45:59
شريکول:

په اندونيزيا کې د جاکارټا او باندونګ تر منځ د اورګاډي د غځېدلې پټلۍ د چوکاټ د جوړولو چارې د اکتوبر په ۱۶مه نېټه بشپړې شوې.  

د جاکارټا او باندونګ د اورګاډي پټلۍ د جوړولو په برخه کې د ياد ګام بشپړېدل د ۲۰۲۳م کال په جون کې د يادې پټلۍ د جوړېدو پرانېستل کېدو لپاره مهم بلل شوی دی.

دغه اورګاډي پټلۍ د اندونيزيا پلازمېنه جاکارټا او د دغه هېواد څلورم لوی ښار باندونګ سره نښلوي او اوږدوالی يې ۱۴۲ کيلومترو ته رسېږي.

دغه پټلي د يو کمربند او يوې لارې وړانديز مهمه پروژه او د چين او اندونيزيا تر منځ د عملي همکاريو يوه ښه نمونه بلل کيږي او په بهرنيو هېوادونو کې د چين د اورګاډي پټلۍ د جوړولو لومړۍ داسې پروژه ده چې ټول سيستمونه، ټول مواد او ګرد توليدي ځنځير يې پخپله تولېدوي.

(مينه)