نړيوالو رسنيو د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د خبرونو سر ټکی ګرځولی
CMG2022/10/17 14:47:10
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر د ۱۶مې نېټې د سهار په لسو بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو.

نړيوالو رسنيو ياد کانګرېس ته پاملرنه اړولې او ويلي يې دي، چې دغه کانګرېس به پر نړيوالو چارو ژور اغېز ولري.

د جاپان د اساهي شيمبون ورځپاڼې د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس او د دغه کانګرېس د استازو د شمېر په اړه مالوماتي راپور ورکړی او ويلی يې دي، چې چين په تېرو لسو کلونو کې پر له پسې پرمختګ کړی او د سوسياليستي عصري هېواد د جوړونې په برخه کې یې د پام وړ ګامونه اخيستي دي.

يادې ورځپاڼې ويلي، چې نړۍ اوس دې ته پام اړولی، چې د چين کمونېست ګوند به څنګه د چينايانو د ګډې شتمنۍ لارښوونه وکړي او خپل هدف به ترلاسه کړي.

د پاکستان ټوډۍ ورځپاڼې ويلي، چې نړۍ د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ته په تمه ده، ځکه د چين د راتلونکي پرمختګ کړنلاره به د نړۍ د جيو پوليټکس، جيو اقتصاد او جيو ستراتيژۍ په برخه کې نښه پرېږدي.

د نوي ډيلي ټايمز راپور ورکړی، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس به په راتلونکو پنځه کالونو کې د چين د پرمختګ لپاره بنسټ برابر کړي او اړوندې پرېکړې به يې پر نړۍ هم ژورې اغېزې ولري.

د استراليا ډېلي ټيليګراف ورځپاڼې ويلي، چي چين په تېرو لسو کلونو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو، فضانوردۍ او د اقليمي بدلون د مخنيوي په شمول يو شمېر مهمو چارو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

(مينه)