د ۲۰۲۲م کال د روغتيا نړيواله سرمشريزه پرانيستل شوه
CMG2022/10/17 10:45:46
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د روغتيا درې ورځنۍ نړيواله سرمشريزه غونډه د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د المان په برلين کې پرانيستل شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د روغتيا سږنۍ غونډه بايد خپل تمرکز د ګواښونو د يادولو پرځای د عملي کړنو په لور واړوي او په نړۍ کې باید ډېر پياوړی روغتيايي سيسټم جوړ کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم يادې غونډې ته وينا کړې او ويلي يې دي، چې کرونا وبا د روغتيا نړيوال سيسټم خراب کړی او نړيواله ټولنه بايد يو ټولشموله روغتيايي سيسټم جوړ کړي.

د غونډې ګډونوالو په خپلو ويناوو کې د اقليمي بدلون او روغتيا، د وبا ضد تګلارې او د روغتيا د دوامدار سيسټم د جوړولو په شمول پر ځينو نړيوالو مسئلو خبرې کړې دي.

په يادې غونډې کې د نړۍ د ۲۰ هېوادونو د روغتيا وزیرانو او حکومتي مامورينو ګډون کړی و او د بېلا بېلو ټولنو د استازو په ګډون ۶ زرو کسانو هم پکې برخه اخيستې وه.

 

(مينه)