د بريتانيې، فرانسې او المان په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو اوکراين ته د هوايي دفاع تجهيزات برابر کړي او ويلي يې دي، چې د دغو تجهیزاتو په مټ به د کيف د هوايي دفاع توان لوړ شي.
د امريکا اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د دغه هېواد د دفاع د يوه لوړپوړي چارواکي په قول خبر ورکړ، چې اوکراين دې ته ډېر ضرورت لري چې دفاعي توان لوړ کړي، د روسيې ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اوکراين تر ۸۰ زيات توغندي توغولي او د دغه هېواد د هوايي دفاع سيسټم يې يوازې تر نيمايي خراب کړی دی.
امریکا غواړي اوکراين ته ناسمز((NASAMS)) هوايي دفاع سيسټم ورکړي او د بريتانيې حکومت په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې د دغه هوايي دفاع سيسټم لپاره به توغندي چمتو کړي او اوکراين ته به يې وليږي.
المان ژمنه کړې چې اوکراين ته به د هوايي دفاع اييرېس ـ ټي ((IRIS-T)) څلور سيسټمونه ورکړي او اوس يې خبر ورکړی، چې لومړی سيسټم يې کېف ته ليږدلی دی.
فرانسې هم په ټينګار ويلي، چې اوکراين ته به زيات توپونه، د هوايي دفاع سيسټمونه او توغندي وليږي.
بلخوا کاناډا هم پلان ښودلی، چې اوکراين ته به ژمني تجهيزات، د ډرون کېمرو سامان الات او د سپوږمکۍ مخابراتي تجهيزات ورکړي.
(مينه)