د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس راپور: د چيني شکله عصري کېدو بهير د ټولو ولسونو د ګډو شتمنېدو عصري بهير دی
CMG2022/10/17 16:07:14
شريکول:

 د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو

د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د دغه ګوند د تېرې دورې د مرکزي کمېټې په استازيتوب دغه کانګرېس ته راپور وړاندې کړ او ويې ويل چې د چيني شکله عصري کېدو بهير د ټولو ولسونو د ګډو شتمنېدو عصري بهير دی او دولت به هڅه وکړي چې د خپلو ولسونو بنسټيزې ګټې په ښه توګه پوره کړي، ويې ساتي او پرمختګ ورته ورکړي، دغه راز هغو مسئلو ته به ډېره پاملرنه ورکړي، چې د ولسونو د ډېرې علاقې وړ دي او د هغوی پر ګټو ډېرې مستقيمې او رښتينې اغېزې لري، ولسونه به له برابرو او پراخو ګټو څخه برخمن کړي او د هغوی د ګډو شتمنېدو موخې ته د رسېدو لپاره به ثابت ګامونه واخلي.

د شي جين پينګ په وينا، د ولسونو د ګډو شتمنېدو لپاره تفصیلي اقدامات په لاندې ډول دي:

د چين کمونېست ګوند د وېش نظام اصلاحوي، د کارونو له مخې د وېش پر اصل ټينګار کوي او د دې ترڅنګ د وېش څو نورې لارې چارې ساتي، فرصتونه په عادلانه توګه برابروي، د ټيټ عايد لرونکو عايد زياتوي، او د منځني عايد لرونکو پيمانه پراخوي، د عايداتو د وېشلو نظام او د شتمنۍ د راټولولو ميکانيزم تنظيموي. دغه راز د استخدام چارو ته لومړيتوب ورکوي، د عامو خدماتو سيستم اصلاح کوي، د برابر ګومارنې پر وړاندې خنډونه او د ګومارنې سپکاوی له منځه وړي، څو هر وګړی وتوانېږي چې د خپلو کوښښونو له لارې د خپل پرمختګ فرصتونه ترلاسه کړي. د ټولنيز ضمانت سيستم جوړ او بشپړوي، د ټولنيزو بيمو ساحې پراخوي، د استوګنې سيستم جوړوي، چيني دوديز طب ته پرمختګ ورکوي او د عامې روغتيا سيستم بشپړوي، د وبا د وقايې او پر وبا د اخته کسانو د مرستې او درملنې همدارنګه بېړنيو پېښو ته د رسېدنې توان تقويه کوي او داسې نور.

 

په کليوالو سیمو کې د استعداد لرونکو کسانو روزل او کارول او د صنعتي چارو پرمختګ د خلکو په ګډو شتمنېدو کې مرسته کوي. په دې عکس کې ليدل کېږي، چې د ۲۰۲۲ م کال د جولای په ۲۵ مه نېټه د چين د جنوب لوېديځ ګوی جو ولایت د شانګ پي لين کلي په يوه فارم کې دوه کليوالې په انلاين ډول د مېوو د خرڅولو په حال کې دي.

د ګډو شتمنېدو موخه د هڅو او مهارتونو په مټ پوره کېږي. د چين په منځ کې د شان شي ولايت د دا تونګ ښار په لينګ چيو ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي هڅه کوي چې کرنې او سیلانیزو چارو ته وده ورکړي او له دې لارې د شتمنیو لارې ولټوي. په دغه عکس کې ليدل کېږي، چې د۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې د يادې ولسوالۍ د شاتو مچيو روزونکی د کار په حال کې دی.

په ګډه شتمنېدل له پخوانۍ زمانې راهيسې د چينايانو لوی ارمان دی او سرچینه يې ۲۵۰۰ کاله وړاندې د کنفوسیوسنيزم له مفکورې څخه اخيستل شوې ده. په تېرو لسو کلونو کې په چين کې ټول ۹۸ ميلیونه او ۹۹۰ زره بېوزله کليوال له بېوزلۍ څخه وتلي چې همدا د انسانانو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په تاريخ کې بېسارې معجزه بلل کېږي.

 تر ۲۰۲۰م کال پورې په دغه هېواد کې د منځني عايد لرونکو کسانو شمېر له ۴۰۰ ميليونو تنو څخه اوښتی چې دغه رقم په نړۍ کې تر ټولو زیات دی.

په ۲۰۲۱م کال کې په چين کې نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه شوې او په دې سره د چينايانو لومړۍ سل کلنه موخه پوره شوې ده. شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ته په خپل راپور کې اعلان کړی، چې چينايان له ننه د سوسياليستي عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ نوي پړاو ته داخل شوي او د هغې دوهمې سل کلنۍ موخې په لور يې چې د روانې پېړۍ په منځنۍ لسيزې کې په هراړخيزه توګه خپل هېواد د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد په توګه اباد کړي، نه ستړی کېدونکي ګامونه پورته کوي.

 
د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د چین په جنوب ختيځ د جه جيانګ ولايت په يي وو ښار کې لږکي قومي مېرمنې د خپلو محصولاتو د خرڅولو په حال کې دي