مسکو: ناټو د روسيې او اوکراين وضعيت پيچلی کړی
CMG2022/10/17 15:37:35
شريکول:

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرټر ډيميټري پيسکوف په دې وروستيو کې ويلي، چې اوکراين ته د ناټو پوځي مرستې د روسيې او اوکراين تر منځ وضعيت نور هم  پيچلې کړی دی.

د نوموړي په وينا، روسيه توان لري او په اوکراين کې به یې ځانګړي پوځي عملیات دوام ومومي.

 پيسکوف زياته کړې، چې ناټو په حقيقت کې د روسيې او اوکراين تر منځ شخړې ته را دانګلي، خو دا چاره به يې د روسيې پر هدفونو اغېزه ونه کړي او خپلو ځانګړو پوځي فعاليتونو ته به دوام ورکړي.

 (مينه)