د چين د کمونېست ګوند د شلمي ملي کانګرېس راپور: چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي
CMG2022/10/17 19:01:37
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرې د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د دغه ګوند د نولسمې مرکزي کميټې په استازيتوب دغه کانګرېس ته راپور وړاندې کړ او ويې ويل، چې چين به تل د نړيوالې سولې د ساتنې او د ګډ پرمختګ د هڅونې په اړه پر ډيپلوماتيکو تګلارو ټينګار وکړي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به هلې ځلې وکړي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې د ټولو انسانانو لپاره د سولې،پرمختګ، عدالت، انصاف، ډيموکرسي او آزادۍ ګډ ارزښتونه پراخ کړي.

شي جين پينګ په اشارې سره وويل، چې اوسمهال نړيوال بدلونونه رامنځته شوي، چې پخوا نه ليدل شوی. له يوې خوا، د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو تاريخي جريان مخه نيول نه کېږي، خو له بلې خوا نړۍ د باداري او تسلط کړنو له سختو زيانونو سره مخ ده.

شي جين پينګ تکرار کړی، چې چين د خپلواکۍ او سولې پر ډيپلوماتيکې تګلارې ټينګار کوي، تل د حقيقت له مخې خپل درېځ او تګلاره ټاکي، د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول او نړيوال عدالت ساتي، له هر ډول بادارۍ او زور سياست، د سړې جګړې له مفکورې، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او د دوه ګونې معيارونو له غوره کولو سره مخالفت کوي. چين به هېڅکله د تسلط په لټه کې نه وي او هېڅکله به خپله جغرافیه پراخه نه کړي.

شي جين پينګ وويل، چې چين په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو پر بنسټ د نويو نړيوالو اړيکو جوړولو، له نړيوالو سره د دوستانه اړيکو ټينګولو پر چارو ټينګار کوي. چين د لويو هېوادونو تر منځ د همغږۍ او ښه تګ راتګ، د صميميت او له ګاونډيو هېوادونو د دوستي ټينګولو پر ډيپلوماتيکو تګلارو ټينګار کوي، په رښتيني، حقيقي، نژدې او صميمي ډول او د عدالت او ګټو لپاره د سمې نظريې له مخې له پرمختيايي هېوادونو سره يووالی او همکارۍ پياوړې کوي، د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې ساتي.

شي جين پينګ وويل، چې چين د ورخلاصون پر بنسټيزې تګلارې ټينګار کوي، د ګډو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون ستراتيژې غوره کوي، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ کېدو او اسانتياوې کېدو هڅونه کوي، د دوه اړخيزو، سيمه ايزو او څو اړخيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره کوشش کوي، د نړيوالو عمومي اقتصادي تګلارو د همغږۍ هڅونه کوي او د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې، يو اړخيز بنديزونو، پر نورو هېوادونو د فشارونو له چارو سره مخالفت کوي. چين غواړي په نړيوالو همکاريو کې د پانګونې اندازه زياته کړي، د پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو تر منځ فاصيله کمه کړي او د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ چټکتيا لپاره ورسره مرسته وکړي. 

شي جين پينګ په راپور کې وويل، چې چين د نړيوال پرمختګ، نړيوال خونديتوب وړانديزونه وکړل او غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای دغه وړانديزونه عملي کړي. چين په صميمي ډول له نړۍ څخه غوښتنه کوي، چې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستي ټينګې کړي، د نړۍ د تمدنونو د متنوع احترام کړي، د نظريو تبادلولو له لارې توپيرونه حل کړي،د مختلفو تمدنونو تر منځ د جنجالونو پر ځای يو له بل څخه ښې تجربې واخلي، د کوم تمدن د لوړوالي او تفوق پر ځای د مختلفو تمدنونو ګډ موجوديت وکړي، په ګډه له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي.