په امريکا کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ډزو له امله ۳۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2022/10/17 10:02:33
شريکول:

د امريکا د هيل ورځپاڼې د اکتوبر په ۱۶ مې نېټې خبر ورکړی، چې د روانې مياشتې په ۱۵مه او ۱۶ مه نېټه د دغه هېواد په ويرجينيا، جيورجيا، کولورادو، ماساچوسيټس، نيويارک او پنسيلوانيا کې د ډزو له امله ۴ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د امريکا د ټوپک تاوتريخوالي ارشیف (gun violence archive) د ویبپاڼې شمېرې ښيي، چې د روان کال له پيل راهيسې په دغه هېواد کې د ډزو تر ۵۰۰ زياتې لویې پېښې شوې دي.