د شلم ملي کانګرېس راپور: کمونېست ګوند به د چيني شکله عصري کېدو له لارې د چيني ملت د لويې بيا سمسورتيا بهير پرمخ یوسي
CMG2022/10/17 15:56:19
شريکول:

 

د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو

د چین د واکمن ګوند (کمونېست ګوند) شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جین پینګ د دغه ګوند د تېرې دورې د مرکزي کمېټې په استازيتوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ او ويې ويل، چې د چين د کمونېست ګوند اوسنۍ کليدي دنده دا ده، چې خپل هېواد د بېلا بېلو قومونو په مشرۍ د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد په توګه اباد او دويمه سل کلنه موخه پوره کړي او د چين د عصري کېدو له لارې د چيني ملت د لویې بيا سمسورتيا  بهير پر مخ یوسي.

 

عکس: اورګاډی د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ په ۱۴ مه نېټه د چين د مرکزي ان هوی ولايت د هه فې ښار د کوانګ هه پارک تر څنګ د تېرېدو په حال کې دی

شي جين پينګ د چيني شکله عصري کېدو بهير مطرح کړی، چې پنځه ځانګړتياوې لري:

۱ـ چيني شکله عصري کېدو بهير څخه ګڼ نفوس برخمن دی.

۲ـ دغه بهير په خپلې لمنې کې ټولو ولسونو ته ځای ورکړی، څو په ګډه شتمن شي

 ۳ـ چيني شکله عصري کېدو بهير د مادي او معنوي تمدن ترمنځ همغږي ساتي.

۴ـ دغه بهير د انسانانو او طبعيت ترمنځ همغږي پالي.

۵ـ چيني شکله عصري کېدو بهير د سوله ييز پرمختګ پر لار ټينګار لري.

 

د چين C919 ډوله مسافر وړونکو الوتکو د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په ۲۹ مه نېټه د ازمويښتي الوتنو پنځه کلنې چارې بشپړې کړې او د چين د ملکي هوايي چلند له ادارې يې د کواليټۍ منښتليک ترلاسه کړ. 

د چين د ختيځ جيانګ سو ولايت په ليان شوي ولسوالۍ کې د خلکو استونګنځي

د چين کمونېست ګوند د خپل هېواد د پرمختګ دوه سل کلنۍ موخې ټاکلې دي. لومړۍ موخه يې، د نسبتاً شتمنې ټولنې ابادي وه او دا یې تېر کال يعنې د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په درشل کې پوره کړې ده او دوهمه موخه یې دا ده، چې خپل هېواد د روانې پېړۍ په منځنۍ لسیزې کې يعنې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د سلمې کليزې په درشل کې د يوه شتمن، ډيموکرات، متمدن، هوسا او ښکلي سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد په توګه اباد کړي.