شي جين پينګ: چيني ډوله عصري کېدل د چين له واقعيتونو سره سمون لري
CMG2022/10/17 22:37:36
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د شلم ملي‌کانګرېس لپاره د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې د استازو پلاوي د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د بحث ناسته تر سره کړه. شي جين پينګ په دغه ناسته کې ګډون کړی او ويلي يې دي، چې چيني ډوله عصري کېدل په دغه هېواد کې رېښې لري او د چين له واقعيتونو سره سمون لري. نوموړي غوښتنه کړې، چې د چيني ډوله عصري کېدو له لارې د چيني ملت د بيا سمسورتيا دنده عملي شي.

شي جين پينګ د دغه پلاوي د پنځو غړو د ويناوو له اورېدلو وروسته په خپله وينا کې پر دې ټينګار کړی، چې د چين کمونېست ګوند نوې زمانې ته له ننوتلو راهيسې د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ په اړه پېژندنه لا ژوره، ستراتيژي يې لا پاخه کړې او لا زياتې عملي تجربې يې تر لاسه کړې او په دې سره يې د چيني ډوله عصري کېدو بهير ته پرمختګ ورکړی. نوموړي اوسنی ډېر مهم کار دا بللی، چې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د پريکړو او پلانونو د عملي کولو لپاره ګامونه پورته کړي.