د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس استازي څوک دي؟
CMG2022/10/17 10:00:05
شريکول:

۲- د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس استازي څوک دي؟

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه پرانيستل شو

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه پرانيستل شوی او د چين د اقتصاد، ساينس او تخنيک، ملي دفاع، سياست او قانون، ښوونې، مطبوعاتو، کولتور، روغتيا، سپورټ او ټولنيزې ادارې په شمول د بېلا بېلو برخو ۲ زره ۲ سوه او شپږ نوي تنه استازي پکې ګډون لري. دغه استازي د دغه ګوند له ۹۶ ميليونه او ۷ لکو تنو غړيو څخه انتخاب شوي دي.

په دغو استازيو کې ۷ سوه او ۷۱ تنه د توليد او کار له لومړۍ کرښې څخه انتخاب شوي، چې د کانګرېس د غړيو په عمومي شمېر کې ۳۳ اعشاريه شپږ سلنه نيسي. دغه راز، د ښځينه استازيو شمېر يې شپږ سوه او نولس تنه او د ملي لږکيو د استازيو شمېر يې دوه سوه او څلور شپيته تنه دی، چې دغه شمېرې د کانګرېس په عمومي شمېر کې په جلا جلا توګه ۲۷ سلنه او ۱۱ اعشاريه پنځه سلنه نيسي. بر سېره پردې، د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د استازيو منځنی عمر ۵۲ اعشاريه دوه کالونه ښودل شوی، چې له دې جملې څخه د ۴ سوه او څلور دېرشو کسانو عمرونه يې تر ۴۵ کلنۍ لاندې او د يو زر درې سوه او يو اوياوو کسانو عمرونه يې تر ۵۵ کلنۍ لاندې دي، چې دا شمېرې يې په عمومي شمېر کې په جلا جلا توګه ۱۸ اعشاريه نهه سلنه او ۵۹ اعشاريه اووه سلنه نيسي.

د چين د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګريس کې ګډون کوونکي استازي

خبري رسنيو د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له پرانيستلو مخکې د دغه کانګرېس له يو شمېر استازو  سره مرکې وکړې. په انځور کې لېدل کېږي، چې ساينسپوه جو يو يونګ، ستورمزلې وانګ يا پينګ او لوبغاړی وو دا جينګ د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په حال کې دي 

د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په دغو استازو کې اته سوه او شپږ ويشت تنه د ليسانس درجه لري او يو زر دوه سوه او لس تنو يې تر ماسټرۍ زده کړې کړې دي، چې دغه شمېرې په عمومي شمېر کې په جلا جلا توګه ۳۶ سلنه او ۵۲ اعشاريه اووه سلنه نيسي.