د نفتو عمده توليدوونکي هېوادونه: د نفتو د توليد د کمولو پرېکړه يې د اقتصاد لپاره کړې
CMG2022/10/17 11:30:14
شريکول:

 يو شمېر هېوادونو د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه ويلي، چې اوپيک ((د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان)) او غير اوپيک هېوادونو د روانې مياشتې په لومړيو کې په زياتې اندازې د نفتو د توليد د کمولو پرېکړه کړې او دغه پرېکړه يې د اقتصاد د سمسورتيا په پار نيولې ده.

د اوپيک عمده غړي سعودي عربستان هغه خبر رد کړی، چې ګواکې دغه پرېکړه يې د سياسي موخې لپاره کړې ده.

د الجزاير خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د انرژۍ وزير محمد عارقاب د روانې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د اوپيک له سرمنشي حسيم ګېس سره کتلي او دواړو خواوو د نفتو د توليد د کمولو له پرېکړې څخه ملاتړ کړی دی.

محمد عارقاب د نفتو د توليد د کمولو پرېکړه تاريخي او ډېره پر ځای بللې او ويلي يې دي، چې دغه پرېکړه به بازار ثابت وساتي.

 د عمان د انرژۍ وزارت هم  دغه پرېکړه مهمه او اړينه بللې او په ټينګار يې ویلي، چې اپېک ياد ګام د اقتصاد سمسورتيا په پار اخیستی دی.

د عرب د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان سرمنشي علي بن ثابت د اکتوبر په ۱۵ مه نېټه په يوې اعلاميې کې د اوپېک ياده پرېکړه سمه بللې او ويلي يې دي، چې د دوی هدف د ثابت بازار ساتل دي او په يادې پرېکړې سره به یې د نفتو بيې ثابتې شي او د ټولو لپاره به د منلو وړ وي.

 .

د سعودي عربستان په شمول د اوپيک غړو هېوادونو او د روسيې په شمول د غير اوپيک نفت توليدونکو هېوادونو د روانې مياشتې په ۵ مه نېټه اعلان وکړ، چې د روان کال له نومبر څخه به د نفتو توليد په لويې اندازې کم کړي او ورځنی توليد به يې د اګست د ورځني توليد په پرتله ۲ ميليونه بيلره کم کړي.