د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په راپور کې د چين د راتلونکې حکومتوالۍ نقشه انځور شوې
CMG2022/10/17 20:18:40
شريکول:

د چين واکمن ګوند يعنې د چين کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د دغه ګوند د نولسمې دورې مرکزي کېټې په استازيتوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ او په دغه راپور کې يې په راتلونکې موده کې د اقتصادي پرمختګ، د کليوالو سيمو د سمسورتيا، ورخلاصون، ښوونې، طبي چارو، چاپيريال ساتنې او د يو هېواد  او دوو نظامونو تګلارې په اړه د چين د کمونېست ګوند د حکومتوالۍ عمومي پلان بيان کړ.

راپور وايي، چې دغه هېواد به د صنايعو عصري سيستم جوړ کړي، د اقتصادي پرمختګ په چارو کې به د تصديو او اقتصادي فعاليتونو پرمختګ ته مهم مقام ورکړي، د نوي ډول صنعتي کېدو لپاره به هڅې وکړي او د توليد، فضايي چارو، ټرانسپورټ، انټرنيټ او ډيجټلي چارو په برخو کې به د پياوړي هېواد په توګه اباد کړي.

راپور زیاتوي، چين به د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې لاسته راوړنو ته پرمختګ ورکړي، د پياوړې کرهڼيز هېواد د ابادولو لپاره به هڅې وکړي او په هره برخه کې به د خوراکي موادو د خونديتوب بنسټ لا ټينګ کړي.

په راپور کې دغه راز راغلي، چين به د لوړې کچې ورخلاصون تطبيق کړي، د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ابادۍ لپاره به هڅې وکړي او د نړيوال اقتصاد څواړخيز او ثابت جوړښت او اقتصادي اړيکې به وساتي.

( د چين د جيانګ شي ولايت په جي ان ښار کې د لمريزې انرژۍ برېښناکوټ)

راپور وايي، چين به اوج ته د کاربن ډای اکسايد اندازې د رسېدو او د کاربن خنثی کولو د موخې لپاره فعال ګامونه پورته کړي، د انرژۍ اصلاحات به پياوړي کړي، د انرژۍ د نوي ډول سيستم ابادي به چټکه کړي او د اقليمي بدلون ضد مبارزې په نړيوالې ادارې کې به فعال ګډون وکړي.