د زياتو هېوادونو مشرانو د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په مناسبت مبارکۍ ویلې
CMG2022/10/17 20:35:25
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، په دې وروستيو ورځو کې د زياتو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو مسوولينو د تيلېفوني خبرو او يا پيغامونو له لارې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ ته د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس د بريالي جوړېدو په مناسب مبارکي وړاندې کړه او و يې ويل، چې دغه کانګرېس به د چين د سوسياليستي ابادۍ په چارو کې مهم مرحله ايز برياليتوب وګرځي او باور يې وښود، چې چين به د شي جين پينګ په مشرۍ د دغه ګوند د مرکزي کمېټې تر لارښوونې لاندې د چيني ملت بيا سمسورتيا رامنځته کړي.

وانګ ون بين وويل، چې بېلا بېلو خواوو له چين سره د اړيکو د پرمختګ مهم اهميت څرګند کړی او ويلي يې دي، چې چين د نړيوالې سولې، امنيت، څواړخيزم او عدلي نړيوال نظام غوښتنه کوونکی دی، د نړيوال اقتصاد مهم انجن دی او د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد له لارې يې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډو ګټو همکارۍ پياوړې کړې.