له تیان ان من میدان سره د چینایانو مینه
CMG2022/10/17 09:24:30
شريکول:

د چين په ټولنيزې رسنۍ (ویچټ) کې کله کله انټرنېټ کارونکي د بېجینګ تیان ان من میدان ته د خپلو سفرونو عکسونه خپروي. سږ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې یعنې د ملي جشن راهیسې، دغه عکسونه ډېر لیدل کېږي.

ولې چینایان له تیان ان من میدان سره دومره مینه لري؟

لومړی مهم لامل دا دی چې دلته د ۱۹۴۹م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د نوي چین یعنې د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو اعلان وشو. چینایانو له هغې ورځې څخه په خپلواکه توکه پرمختګ پيل کړی.

شمېره ښيي، چې د سږ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه، ۲۱۸ زره تنه په تیان ان من ډګر کې راټول شول او د چین د ملي بیرغ د پورته کولو په مراسمو کې يې ګډون کړی او د نوي چین د جوړېدو ۷۳مه کالیزه يې ونمانځله. په تیان ان من ډګر کې د ملي بیرغ پورته کولو مراسم کتل له خپل هېواد سره د چینایانو د مینې ښکارندويي کوي.

په تیان ان من ډګر کې یوه ښایسته ودانۍ موجوده ده چې نږدې ۳۸ متره لوړوالی لري. دغه ودانۍ د اتلانو د یادونې څلی دی چې د خلکو د آزادۍ لپاره په ټولو جګړو کې د قربان شویو وګړو د یادونې لپاره جوړ شوی دی. ټول چینایان پوهېږي چې د لس زرو اتلانو په قربانۍ سره نوي چین جوړ شوی. نو له تیان ان من ډګر لیدونکي ټول دغه څلي ته خپل احترام وړاندې کوي.

د چین د کمونېست ګوند او د حکومت مشران له ۲۰۱۴م کال راهیسې هر کال د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د اتلانو د یادونې په ورځ په تیان ان من ډګر کې د اتلانو پر څلي د ګلانو ګېډۍ ږدي.

د چین په تاریخ کې پر دغه هېواد د بهرنیانو تېري او کورنۍ جګړې رامنځته شوې، چینایان په دې ښه پوهېږي چې زورزیاتی او تسلط خلک ځپي، د چین ولسي جمهوریت له خپل واکمنېدو راهیسې پر سوله ييز پرمختګ ټینګار کړی او په هېڅ وجه د زور کارولو په لټه کې نه دی. بر سيره پر دې، چین د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړېدو وړاندیز کړی، د مساواتو او ګډو ګټو پر اصولو يې له ډېرو هېوادونو سره اغېزمنې همکارۍ کړي او تر وسې پورې يې له شرایطو پرته له ځینو هېوادونو سره مرستې کړي دي. افغان ملګري هم په دې پوهېږي او څوک چې چین ته راغلي هغوی دا درک کړې ده.

د چین ولسي جمهوریت تر جوړېدو وروسته، د هېواد د پرمختګ او سمسورتیا په بهیر کې د خلکو لوی تالار ټول چینایان پېژني چې د تیان ان من ډګر په لوېديځ کې موقعیت لري.

د چین د کمونیست ګوند شلم ملي کانګرس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې پرانیستل شو. شي جين پینګ دغه کانګرس ته د راپور په ورکولو کې وویل، د چین د کمونېست ګوند اوسنې مهمې دندې دا دي چې د بېلا بېلو قومونو په مشرۍ په هراړخیزه توګه یو سوسیاليستي عصري او پياوړی هېواد جوړ کړي.

د یادولو وړ ده چې د چین د عصري کېدو بهیر له ګردې نړۍ سره نږدې اړیکې لري. مثلاً چین په تېرو ۴۰ کلونو کې په کور دننه نږدې ۸۰۰ میلیونه کسان له بېوزلۍ څخه ایستلي او دغه حجم په ګردې نړۍ کې په همدغه مهاله کې د عمومي شمېر ۷۵ سلنه نیولې، نو چین د ګردې نړۍ د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره مهم خدمتونه کړي دي. بله خوا، چین په نړۍ کې د غلو دانو لومړی لوی تولیدونکی هېواد په توګه، د نړۍ په ۹ سلنې کروندو ځمکو د نړۍ ۲۰ سلنه نفوس د ساتلو مسئله حل کړې ده. چین د کرونا وبا ضد مبارزه کې اغېزناک تدبیرونه نیولي او د پام وړ بریالیتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د چین لخوا وړاندې شوی د یو کمربند او یوه لاره وړاندیز د نړیوالې ټولنې پراخ مثبت غبرګون تر لاسه کړی او ګڼ شمېر هېوادونه پکې برخه لري. چین به په راتلونکي کې پرانیستي توب ته دوام ورکړي او له نړیوالې ټولنې سره به د پرمختګ ګټې شريکې کړي.

نو په حقیقت کې چینایان تیان ان من ډګر ته سفر کوي، نه یوازې له خپل هېواد سره مینه څرګندوي، بلکې له خپل وطن سره د ټينګ درېدو معنا لري او په پوره باور ټولې نړۍ ته د پاملرنې ښکارندويي کوي.