د شلم ملي کانګرېس راپور: چين به د انسانانو او طبيعت تر منځ د هوساينې اړيکې او د همغږي ګډ ژوند پر بنسټ د پرمختګ پلان جوړ کړي
CMG2022/10/17 16:38:22
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو.

 شي جين پينګ د دغه ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کميټې په استازيتوب دغه کانګرېس ته راپور وړاندې کړ او ويې ويل، چې د طبيعت درناوی او د اصولو مراعاتول او ساتل يې د هراړخيز سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ ځانګړې غوښتنه ده.

نوموړي وويل، چې د چين د کمونېست ګوند غړي بايد پر هغې نظريې ټينګار ولري، چې پاکې اوبه او زرغون غرونه بډايه شتمني ده او د انسانانو او طبيعت تر منځ د هوساينې اړيکې او همغږي ګډ ژوند پر بنسټ باید د پرمختګ پلان جوړ کړي.

شي جين پينګ په راپور کې په اشارې ويلي، چې طبيعت د انسانانو د ژوند او پرمختګ بنسټيز شرايط برابروي او ټول باید د طبيعت درناوی وکړي.

 د چيني شکله عصري کيدو يوه مهمه ځانګړتيا د انسانانو او طبيعت تر منځ د هوسا اړيکو جوړول او ګډ ژوند کول دي.

په ياد راپور کې د زرغون پرمختګ يو لړ مشخص تدبيرونه وړاندې شوي، چې له مخې یې، چين به د زرغون پرمختګ پر اساس د پرمختګ شکل ته بدلون ورکړي او دا کار به چټک ترسره کړي، په هراړخيزه توګه به د سپما ستراتيژي عملي کړي، د ټيټ کاربن په ايستلو به د زرغون پرمختګ چارو ته پرمختګ ورکړي او د ټيټ کاربن په ايستلو به د توليد او ژوند چارې پرمخبوزي.

د دې تر څنګ، چين به د ايکلوژيکي سيسټم متنوع، ثابت او دواموالی پياوړی کړي، په فعاله او ثابته توګه به اوج ته د کاربن ډای اکسايد د اندازې د رسېدو او د کاربن خنثی کولو هدف پوره کړي، د هېواد د انرژيو او سرچېنو پر اساس به د کاربن خنثی کولو پړاويز فعاليتونه تطبيق کړي، د پاکو انرژيو د کارولو هڅونه به وکړي، په لوړه اغېزمنه او پاکه توګه به د سکرو کارولو چارې پياوړې او د نويو انرژيو د کارولو سيسټم به چټک کړي او د اقليمي بدلون پر وړاندې به فعال رول ولوبوي.

په تېرو لسو کالونو کې د ځنګلونو د پراخوالي په برخه کې د چين هڅې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې ښودل شوي او د ګردې نړۍ د ځنګلونو د پراخوالي په اندازه کې ۲۵ سلنه جوړوي.