د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس مطبوعاتي مرکز د اکتوبر د اوولسمې نېټې په سهار لومړۍ خبري ناسته تر سره کړه.
په دغې مطبوعاتي ناستې کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې، د خوراکي توکو او ستراتيژيکو موادو ملي ادارې او د انرژۍ ملي ادارې چارواکو د نوي پرمختګ او چیني شکله عصري کېدو په اړه خبري رسنيو ته معلومات ورکړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې چارواکي جاو چن شين د نوي پرمختګ د بڼې د ابادۍ موخې او غوښتنې په اړه خبرې وکړې او و يې ويل، چې هېواد يې د همغږي سيمه ييز پرمختګ په برخه کې پړاويز برياليتوبونه تر لاسه کړي او په تېره بيا د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو لويې سيمې د ابادولو پلان له تطبيق راهيسې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د چين د انرژۍ ملي ادارې چارواکي ژن جينګ دونګ په يادې خبري ناستې کې وويل، چې چين د انرژۍ په برخه کې ٪ ۸۰ پر ځان بسيا دې او د باکيفيته پرمختګ لپاره یې تضمين برابر کړی دی.