ولسونو ته نيکمرغي راوړل؛ د چين د کمونېست ګوند تلپاتې هڅه
CMG2022/10/17 11:58:09
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو او د دغه ګوند سرمنشي شي جين پينګ د نولسمې دورې د مرکزي کمېټې په استازيتوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ.

د نوموړي په ياد راپور کې د ولس کلمه ډېر ځلې ياده شوې ده.

چینايانو د کمونېست ګوند په مشرۍ د ليدو وړ پرمختګونه ترلاسه کړي دي. د بېلګې په توګه يې دلته څو مهمو پرمختګونو ته اشاره کوو.

د چين د هر تن په سر جي ډي پي اوس ۱۲ زره او ۵۰۰ امريکايي ډالرو ته رسېدلې، د منځني عايد لرونکو کسانو شمېر يې له ۴۰۰ ميليونو تنو څخه اوښتی،  د کرونا وبا د کابو کولو او ټولنې او اقتصاد ته د ودې ورکولو په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دغه راز د نړۍ تر ټولو لوی د ښوونې، ټولنيز ضمانت، طب او روغتيا سيسټمونه يې جوړ کړي دي......

د چين کموېست ګوند پر ولس متمرکزې مفکورې ټينګار لري او هغه ژمنه يې، چې خپلو ولسونو ته به ښه ژوند برابروي، پرله پسې په عملي کړنو پوره کړې او په تېره بيا د دغه ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې، چې په ۲۰۱۲م کال کې ترسره شوی، د چینايانو په مشرۍ يې درې لويې چارې ترسره کړې دي. لومړۍ چاره يې دا ده، چې د دغه ګوند پر جوړېدو سل کالونه اوښتي او خپل ځای یې ساتلی دی، دويمه چاره يې دا ده، چې د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم یې نوې زمانې ته داخل کړی دی او درېيمه چاره يې دا ده، چې د بېوزلۍ پر وړاندې يې ټينګه مبارزه کړې او خپل هېواد کې يې نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه کړې چې پدې سره يې خپله لومړۍ سل کلنه موخه پوره کړې ده.

که د چين د کمونېست ګوند سل کلن مزل ته ځغلنده کتنه وکړو، نو وبه مومو، چې دغه ګوند هيڅکله خپلې ځانګړې ګټې نه دي پاللي او هر وخت یې د ولسونو ګټو ته لومړيتوب ورکړی دی او همدا د مارکسيستي ګوند په توګه د چين د کمونېست ګوند تر ټولو لويه نښه ده.

د اروپا پخوانی پارلماني غړی مارک ريزو وايي، چې د چين کمونېست ګوند د دغه هېواد د واکمن ګوند په توګه توانيدلی، چې ښه ژوند او ښه راتلونکي ته د خپلو ولسونو اړتياوې او هيلې پوره کړي.

د امريکا د هارورډ پوهنتون هغه نظرپوښتنې، چې له ۱۳ کالونو راهيسې يې پر له پسې ترسره کوي، ښيي، چې د چين له کمونېست ګوند او حکومت څخه د چينايانو د ملاتړ کچه له اوږدې مودې راهيسې تر ٪ ۹۰ لوړه سويه کې ساتل شوې او دا په نړۍ کې تر ټولو لوړ دی.

د امريکا ايډيلمان سروې خپره کړې، چې له مخې يې په تېر کال کې پر خپل حکومت د چینايانو د باور کچه ٪ ۹۱ ته رسېدلې او  دغه شمېر په هغو هېوادونو کې، چې سروې يې پکې ترسره کړې، لومړی مقام نيولی دی.

په چين کې د ماليزيا لوی سفير نوشيروان په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې د چين کمونېست ګوند تل له خپلو ولسونو سره د نوک او اورۍ اړيکې ساتلي او د ولسونو په اړتياوو ډېر ښه پوهيږي او توانيدلی، چې د خپلو خلکو د اړتياوو د  پوره کولو لپاره تفصيلي او اغېزمن اقدامات غوره او ترسره کړي.

د بلژيک پخواني لومړي وزير ايوس لېټيرمي ويلي، چې د چين کمونېست ګوند د خپل هېواد د ټولنيز پرمختګ لپاره اړين تدبيرونه غوره کړي او د پرمختګ له ګټو څخه يې ولسونه برخمن شوي دي او همدغه وجه ده، چې دغه ګوند او مشرانو يې د ولسونو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د کينيا د نړيوالو اړيکو کارپوه کاوينس ادشير ويلي، چې د چين کمونېست ګوند خپلو ولسونو ته لومړيتوب ورکړی او د ياد ګوند دا کړنه يې نورو هېوادونو ته ښه نمونه بللې ده.