بهرنيو کارپوهانو د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د راپور په ژباړې کې پوره ونډه اخيستې
CMG2022/10/18 11:08:19
شريکول:

يو شمېر کارپوهان د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له پرانيستلو مخکې د دغه کانګرېس د راپور پر غوره ژباړې بوخت وو.

یحیی د سوډان اوسيدونکی او د عربي ژبې کارپوه دی او د چين د حکومت د دوستۍ جايزه یې هم ترلاسه کړې ده.

نوموړي څو ځلې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي غونډو او د حکومت د دوو مجلسونو د مهمو اسنادو د ژباړې دنده پرغاړه اخيستې ده. 

هغه پنځه کاله مخکې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرېس راپور په عربي   وژباړه او سږ کال يې يو ځل بیا په ډېر وياړ د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د راپور په غوره ژباړې کې برخه اخېستې وه.

ښاغلي يحيی د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس راپور په غور لوستلی او پر دې اند دی، چې دغه راپور سالم او ډول ډول محتوياتو او مالوماتو ته پکې ځای ورکړل شوی دی.

نوموړی په دغه راپور کې د چيني شکله عصري کېدل تر ټولو د پاملرنې وړ ټکی بولي او پر دې اند دی، چې دغه چاره نه يوازې د چين د پرمختګ لوری روښانه کوي، بلکې ستر نړيوال اهميت هم لري.