چيني شکله عصري کېدل د انسانانو د عصري کېدو نوی انتخاب دی
CMG2022/10/18 15:17:07
شريکول:

د روان ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې ګوند د ۱۹مې مرکزي کمېټې په استازيتوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ او ويې ويل چې له نن نه د چين د کمونېست ګوند کليدي او مرکزي دنده د هېواد د بېلابېلو قومي وګړو په مشرۍ سره د چيني شکله د عصري کېدو له لارې د چيني ملت د لویې سمسورتيا لپاره د سوسياليستي عصري غښتلي هېواد هر اړخيزه ابادي او د دويمې سل کلنې پرمختيايي موخې تر سره کول دي. هغه په دې راپور کې د سوسيالیستي عصري هېواد د هر اړخيزې ابادۍ په اړه ستراتيژيک کارونه ترتيب کړي او د چيني شکله عصري کېدو د مهمو ځانګړتياوو او بنسټيزو غوښتنو په هکله يې توضيحات ورکړي چې همدا د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي.

عصري کېدل په نړۍ کې د بېلابېلو هېوادونو او خلکو ګډ ارمان دی او د چينايانو پرمختيايي موخه هم ده. د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته د چين د کمونېست ګوند د خپلو خلکو په مشرۍ د هېواد ابادي پيل کړې، د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلاره يې غوره کړې او د عصري کېدو په لور روان دی. په تېره بيا د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس له جوړېدو راهيسې چين د چيني شکله عصري کېدو بهير پرمخ بېولی دی چې د چيني ملت ستره سمسورتيا نه بدلېدونکي تاريخي پړاو ته داخله شوې ده.

چيني شکله عصري کېدل مانا څه ده؟ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پینګ په دغه راپور کې پر دې ټينګار کړی چې چيني شکله عصري کېدل د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د سوسياليزم عصري کېدو بهیر دی چې نه یوازې د بېلابېلو هېوادونو ګډې ځانګړتياوې بلکې له خپلو مشخصاتو سره سم چيني ځانګړتياوې هم لري.

چين د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې د خلکو د ګټو په محور پر پرمختيایي مفکورې ټينګار کوي او د انسانانو او طبيعت همغږي پرمختګ ته پاملرنه کوي او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو تر لاسه کولو ته په درنه سترګه ګوري. دغه موډل چې ریښه يې په چين کې ده، د دې هېواد له مشخصاتو سره سم پر دې بنسټيز ټکي ټينګار کوي چې ملي پرمختګ يې پر ځاني ځواک تکيه کوي او د هېواد پرمختيایي برخليک يې د خپل ځان له خوا ټاکل کېږي. د سيربيا پخواني ولسمشر بوريس تاديک دې ته په اشارې سره ويلي چې چين عصري کېدو ته نوې محتوا او اهميت ورکړی او د نورو هېوادونو لپاره يې يوه نمونه جوړه کړې ده.

په ورته وخت کې په دې راپور کې د چيني شکله عصري کېدو په هکله په نهو برخو کې بنسټیزې غوښتنې ځای شوې دي يانې چین دې د چين د کمونېست ګوند پر رهبرۍ او د چين پر ځانګړي خصوصيت لرونکي سوسياليزم ټينګار وکړي او په بېلا بېلو چارو کې دې باکيفيته پرمختګ ومومي. د دې ترڅنګ د بشپړ بهير ولسي ډيموکراسۍ ته دې پرمختګ ورکړي، د خلکو روحاني نړۍ دې بډايه کړي او د ټولو خلکو د ګډو شتمنېدو موخه دې تر سره کړي. سربېره پردې د چين حکومت دې د انسانانو او طبيعت د ګډې همغږۍ ژوند، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د انساني تمدن د نوې بڼې د برابرولو لپاره هڅې وکړي. دغه غوښتنې د چين پر اقتصاد، سياست، کلتور، ټولنې او ايکولوژيکي تمدن پورې اړه لري او د سوسياليستي عصري هېواد د هر اړخیزې ابادۍ لپاره عملي لارښوونه هم ده.

نړۍ ته په کتو سره چين په تېرو څو لسيزو کلونو کې د صنعتي کېدو بهير بشپړ کړی چې پرمختللو هېوادونو يې څو سوه کاله وخت واخيست  او د اقتصاد د چټک پرمختګ او د ټولنې د دايمي ثبات په دوو برخو کې يې مهم او اغېزناک کارونه تر سره کړي دي. د چين شکله عصري کېدو تجربو د انسانانو د عصري کېدو لپاره مهم خدمتونه کړي او د انساني پرمختګ لپاره يې نوی انتخاب برابر کړی دی.

شمېرنې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له  ۵۳۹۰۰ ميليارډو څخه ۱۱۴۴۰۰ميليارډه يوانو ته زیات شوی او ونډه يې د نړيوال اقتصاد په عمومي اندازه کې له ۱۱،۳ څخه ۱۸،۵ ته لوړ شوې چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره منځني خدماتي انډول يې په سلو کې ۳۸ اعشاريه ۶ ته رسېدلی او دغه رقم د اوو هېوادونو د ګروپ د غړو هېوادونو د خدماتي انډول له عمومي شمېر څخه اوښتی دی. په نړۍ کې چین د تر ټولو لوی پرمختيایی هېواد په توګه ګڼل کېږي او چیني شکله عصري کېدل یې د نړۍ ستر خدمت دی.