د چين او يوګانډا مشرانو د دواړو هېوادونو‌ د رسمي اړیکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CMG2022/10/18 15:27:24
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د يوګانډا ولسمشر يويري موسېوينی د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي،‌ چې د چين او يوګانډا ترمنځ دوستانه اړيکې د وخت په تېرېدو د لا ټينګېدو په حال کې دي، په دې وروستيو کالونو کې یې هراړخيزې همکاريزې اړيکې جوړې کړي، خپلمنځي سياسي اعتماد يې ورځ تر بلې ټينګيږي او په بېلابېلو برخو کې يې ژورې همکارۍ کړې دي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې چين او يوګانډا د نړۍ د مهمو لويو مسئلو په اړه يوه خوله او يو نظر لري او  يو له بل څخه يې ملاتړ کړی او په نړیوالو او سيمه ييزو چارو کې يې نژدې همکارۍ ساتلې دي.

نوموړي ويلي، چې هغه د چين او يوګانډا د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، چې له خپل يوګانډايي سیال يويري موسېوينی سره يو ځای د یو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره هڅې او د چين او افريقا د همکارۍ فورم تر چوکاټ لاندې بېلابېلې ژورې همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او په نوي عصر کې د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

یويري موسېوينی په خپل پيغام کې ويلي، چې يوګانډا به له چين سره د اړيکو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

نوموړي باور ښودلی، چې د يوګانډا او چين دوستانه همکاريزې اړيکې به نورې هم ژورې شي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي او د نړيوالې سولې، ثبات او همکاريو لپاره به خدمتونه وکړي.