اولف کريسټيرسون د سويډن نوی لومړی وزیر شو
CMG2022/10/18 10:32:51
شريکول:

د سويډن د منځني او ښي اړخي (موډيراټا سملينګ سپرټيټModerata samlingspartiet) ګوند رئيس اولف کريسټيرسون د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د پارلمان په رايګيرۍ کې برياليتوب ترلاسه کړ او د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړی په ۱۹۹۱م کال کې د سويډن پارلماني غړی و او وروسته يې د دغه هېواد د ټولنيزې بيمې د وزير دنده هم پر غاړه درلوده.

اولف کريسټيرسون روان کال ۵۸ کلن دی، هغه په ۲۰۱۷م کال کې د (موډيراټا سملينګ سپرټيټ) ګوند د رئيس په توګه انتخاب شوی دی.

تمه کيږي، چې اولف کريسټيرسون به د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د نوي حکومت د جوړېدو او د کابينې د غړو لېست اعلان کړي.