ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسيې يوه ((Su-34)) جنګي الوتکه د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د دغه هېواد په يېسک ښار کې غورځېدلې، چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې، ياده جنګي الوتکه د روسيي له جنوبي پوځي هوايي ډګر څخه پورته شوې وه او هوابازانو پرې تمريناتي دنده ترسره کوله.
دوو سرتيرو د پراشوټ په وسیله له الوتکې څخه ځانونه ګوزار کړي دي.
روسیې ويلي، چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.
(مينه)