د خوړو دوهم نړيوال فورم د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د ايټاليا په پلازمېنې روم کې پرانيستل شو او موخه يې په چارو کې د ځوانانو ګډون ته وده ورکول، په وروسته پاتې هېوادونو کې د پانګونې فرصتونو پيدا کول او د خوراکي توکو سيسټم کې د ټکنالوژۍ کارول ښودل شوي دي.
د دغه فوم موخه دا هم ښودل شوې، چې ځوانان د خواړو د نړيوال بحران د زېاتېدو په مخنيوي کې فعال رول لوبولی شي.
د خوړو سږنی نړيوال فورم د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په کوربتوب ترسره کيږي، چې پنځه ورځې به داوم ولري.
دغه فورم د تېر کال په شان د ځوانانو په مشرۍ تر سره کيږي او ټاکل شوې، چې په څنډې کې يې د ځونانو نړيوال فورم، د خوړو او کرنې سازمان د ساينس او نوښت فورم او د پانګونې فورم هم ترسره شي.
(مينه)