د بريتانيې ماليې وزير: د مالياتو د کمولو په اړه به ټول تدبيرونه لغوه کړي
CMG2022/10/18 10:36:02
شريکول:

د بريتانيا ماليې نوي وزير جيريمي هونټ د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د مالياتو کمولو د هغه پلان ټول تدبيرونه به لغوه کړي، چې د روان کال په سپتمبر مياشت کې اعلان شوي و.

نوموړي په همدې ورځ يوې ويډيويي وينا کې ويلي، چې دغه چاره په بريتانيا کې د ثابت اقتصاد د تامينولو او د حکومت د مالي تګلارو د باور ټينګولو په موخه ترسره کوي.

اعلاميه وايي، د بريتانيا حکومت به د شخصي عايداتو د مالياتو انډول شل سلنه وساتي.

اعلاميه زياتوي، چې حکومت به په هېواد کې د انرژيو بيو د تامينولو پلان د ۲۰۲۳م کال تر اپريل مياشت پورې وساتي او د پخواني پلان له مخې به تر راتلونکو دوو کلونو پورې  نه وي.