د بهرنيو سياسي ګوندونو شخصيتونه: چين به د عصري او پياوړي سوسياليستي هېواد د ابادۍ موخې ته ورسيږي
CMG2022/10/18 15:50:20
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په شپاړسمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو او شي جين پينګ د دغه ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې په استازيتوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ.

د سريلانکا بېلا بېلو ګوندونو شخصيتونو د شي جين پينګ ياد راپور ته اهميت ورکړی او د دغه کانګرېس د چين د پرمختګ نقشه يې د پام وړ بللې او باور يې ښودلی، چې چين به هرومره د عصري او پياوړي سوسياليستي هېواد د ابادۍ موخې ته ورسيږي.

د سريلانکا د خلکو ازادې بښونکې کرښې د مرکزي کمېټې غړي جياټيسا ويلي، چې د چين سوسياليستي موډل، اقتصادي ستراتيژي او پرمختيايي لارې د سريلانکا د ابادۍ او د دغه هېواد د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ښې نمونې برابرې کړې دي.

د اتوپيا د زرغون ګوند عمومي منشي اردن فرا ويلي، چې چين په تېرو لسو کالونو کې د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند د مرکزي کېټې تر لارښوونې لاندې د نوښت په بڼه باکيفيته پرمختګ کړی او له بېوزلۍ څخه يې ګڼ شمېر خلک ژغورلي دي.

 اردن فرا د شي جين پينګ له خوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په ۲۱مې پېړۍ کې د پام وړ ډيپلوماتيکه تګلاره بللې او ويلي يې دي، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس پرېکړې به پر چين او هم پر ټولې نړۍ ښې اغېزې ولري.