د روسيې د امنيتي کانګرېس مرستيال ديميتري ميدويديف د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په يوې غونډې کې ويلي، چې روسیه بايد د پر له پسې بهرنيو بنديزونو په حال کې په کور دننه لوړ پوړی مسلکي پرسونل وروزي.
د يو بل خبر له مخې، د اوکراين صدر اعظم شمېګر د اګست په ۱۸مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې کيف د ۲ ميليارډو يورو په ارزښت د اروپايي ټولنې مالي مرستې تر لاسه کړې دي.
نوموړي ويلي، دغه مالي مرستې، چې د ۵ ميليارډو يورو په اندازه د اروپايي ټولنې د عمومي مالي مرستې لومړۍ جوپه بلل کېږي، د ټولنيزو او بشري چارو په برخه کې به ولګول شي.
( سپوږمۍ)