د چين د عامه امنيت وزارت مرستيال شو ګان لو د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د مطبوعاتي مرکز په درېيمې خبرې ناستې کې ويلي، چې چين د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې د وژنې د پېښو د رامنځته کېدو انډول، د جنايي پېښو انډول او د ډزو او چاودنو پېښو انډول پکې ډېر ټيټ دی.
نوموړي ويلي، چې په چين کې له تېرو لسو کلونو راهيسې د جنايي پېښو شمېر او د امنيتي پېښو شمېر تر ډېرې اندازې کم شوی دی او زياته کړې يې ده، چې په ټول هېواد کې د ۲۰۲۱م کال د سختو جنايي پېښو، د نشايي توکو پېښو، د غلا پېښو او د لويو ټرافيکو پېښو شمېرې په جلا جلا توګه د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۶۴ اعشاريه ۴ سلنه، ۵۶ اعشاريه ۸ سلنه، ۹۶ اعشاريه ۱ سلنه او ۵۹ اعشاريه ۳ سلنه ټيټوالی ښيي.
په چين کې د خلکو د خونديتوب احساسات په څرګنده توګه لوړ شوي دي.
د چين د شمېرنې ملي ادارې د ۲۰۲۱م کال يوه سروې ښيي، چې په دغه هېواد کې ۹۸ اعشاريه ۶ سلنه خلک د خونديتوب احساس لري، چې دغه کچه د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۱۱ سلنه زياتوالی ښيي.
چين په نړۍ کې ډېر امنيتي هېواد بلل کيږي.