د يو شمېر هېوادونو سياستوالو د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس مثبته ارزيابي کړی
CMG2022/10/19 10:15:18
شريکول:

د چين د واکمن ګوند کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه په بېجینګ کې پرانيستل شو، چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام ومومي.
 د يو شمېر هېوادونو سياستوالو پدې وروستيو کې له چين مېډيا ګروپ سره د مرکې پرمهال باور ښودلی، چې د چين کمونېست ګوند به د چينايانو په مشرۍ دوهمه سل کلنه موخه په ټاکلي وخت پوره کړي او د نړيوالې سولې او ثبات لپاره به مهم خدمتونه وکړي.
د لاوس د خلکو انقلاب ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس تونګلون سيسوليته د چين مېډيا ګروپ خبريال سره د مرکې پر مهال ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس به مهمې او لويې لاسته راوړنې ولري او ټول چينايان به يې له ګټو برخمن شي او د سوسياليستي عصري هېواد ابادۍ ته به قوي خوځنده ځواک ورکړي.
د کينيا د واکمن ګوند د واحد ډيموکراتيک اتحاد (the United Democratic Alliance) رئيس جوسټون موتاما د چين د کمونېست ګوند لويې کارنامې ستايلې دي.