بېجینګ: د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو مفکوره رپانده شوې
CMG2022/10/19 15:57:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په اتلسمه نېټه په يوې خبري غونډې کې وویل، چې نړۍ اوس د کرونا وبا، اقتصادي رکود، شخړو او جګړو له بدو اغېزو سره مخ ده، خو د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو مفکوره پکې رپانده شوې او د بشري پرمختګ لپاره يې لاره لارښونه کړې ده.

 وانګ ون بين وويل، د چین د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ د اتلسم ملي کانګرېس په درشل کې د انسانانو د راتلونکي برخلیک د جوړولو د ژور فکر پر بنسټ ياده مفکوره وړاندې کړې ده.

 وانګ ون بین په اشارې وويل، چې چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او هڅولو پلوي او عملي کوونکی يې دی.

نوموړي زياته کړه، چې چين په نړۍ کې يوازنی هېواد دی، چې په خپل اساسي قانون کې يې "د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار " ته ځای ورکړی او د ملګرو ملتونو د سوله ساتو عملياتو او د وسلو د کنټرول، بې وسلې کولو او د وسلو نه خپراوي په نړيوالو بهيرونو کې یې فعال ګډون کړی او د تلپاتې سوله ييزې نړۍ د ابادۍ لپاره کوښښونه کوي.