چين: نړيواله ټولنه دې د مالي سیاسي بهير ته دوامدار پرمختګ ورکړي
CMG2022/10/19 10:36:04
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي موقتي شارژدافير دای بينګ د اکتوبر په ۱۸ مه نېټه د مالي په اړه د امنيت شورا په يوې پرانيستې غونډې کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغه هېواد سياسي بهير ته دې دوامدار پرمختګ ورکړي.
دای بينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې په مالي کې د قدرت د انتقال، د سولې بهير او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخو کې پرمختګونه شوي او دا يې د دغه هېواد د حکومت، د سيمه ييزو سازمانونو او نړيوالې ټولنې د ګډو هڅو نتيجه بللې ده.
نوموړي ويلي، چې په مالي کې روان مثبت تمايل بايد ښه وساتل شي او په دغه هېواد کې باید د تلپاتې سولې او پرمختګ نوی خوځنده ځواک برابر شي.
دای بينګ نړيوالې ټولنې ته د مالي د سياسي بهیر د دوامدار پرمختګ په پار څو فقره ييز وړانديز کړی دی:
۱ـ نړيواله ټولنه دې د مالي د سياسي بهير د پرمخبيولو لپاره هراړخيز اقدامات غوره کړي.
۲ـ  نړيواله ټولنه دې په مالي کې د ترهګرۍ ضد مبارزه پياوړې کړي او ثابت وضعيت دې يې وساتي.
۳ـ  نړيواله ټولنه دې د مالي د وضعيت د ثابت ساتلو په چارو کې د ملګرو ملتونو د پلاوي او د دغه هېواد د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د تعامل او همغږۍ لپاره زمينه برابره او د ستونزو د هواري لپاره دې ځواک راټول کړي.