ولې د چين د کمونېست ګوند ملي کانګرېس په هرو پنځو کالونو کې يو ځل تر سره کېږي؟
CMG2022/10/19 11:30:07
شريکول:


- ولې د چين د کمونېست ګوند ملي کانګرېس په هرو پنځو کالونو کې يو ځل تر سره کېږي؟


د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو

د چين کمونېست ګوند په ۱۹۲۱م کال کې جوړ شوی او تر دې دمه يې نولس ملي کانګرېسونه جوړ کړي دي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د وړانديز له مخې، د دغه ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوی دی. د دغه ګوند نولسم ملي کانګرېس په ۲۰۱۷م کال کې تر سره شوی او پنځه کلن بهیر يې بشپړ کړی دی. د چين د کمونېست ګوند له اوسنۍ اساسنامې سره سم، د ګوند ملي کانګرېس په هرو پنځو کالونو کې يو ځل د دغه ګوند د مرکزي کمېټې لخوا تر سره کېږي.

د چين کمونېست ګوند ملي کانګرېس نه يوازې د دغه ګوند، بلکې د چين په تاريخونو کې هم کليدي اهميت او خاص ځای لري. مثلأ، دغه ګوند په اتلسم ملي کانګرېس کې د لومړي ځل لپاره هغه موخه وټاکله، چې تر ۲۰۲۰م کال پورې به د چين په هرې برخې کې شتمنه ټولنه اباده شي. د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرېس کې د لومړي ځل لپاره په نوې زمانې کې د شي جين پينګ چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليستي مفکوره وړاندې شوې ده. دا ټولې چارې د زمانې له پرمختګ سره سم د دغه ګوند د ګام پورته کولو ښه ښکارندويي کوي.