د سويډن لومړي وزير د نوي حکومت کابېنه اعلان کړه
CMG2022/10/19 10:17:11
شريکول:

د سويډن لومړي وزير او د موډېرا ټېرنا ګوند رئيس يولف کريسټيرسون د اکتوبر په ۱۸ مه نېټه د هېواد نوې کابېنه او د حکومتوالۍ راپور يې اعلان کړي دي.
يولف کريسټيرسون په دغه راپور کې ويلي، چې په هېواد کې يې د ډزو د پېښو له امله د مړو شمېر لوړ شوی، اقتصادي وده يې کمه شوې او د انرژۍ بحران پکې په پراخېدو دی.
نوموړي په دغه راپور کې د سیمې امنيتي حالات هم د اندېښنې وړ بللي او ويلي يې دي، چې د ده په مشرۍ نوی حکومت به د جنايت کوونکو د ځپلو، د اقتصادي ودې د پیاوړتيا، د انرژۍ خوندېتوب د تامين او په ناټو کې د سويډن د شاملېدو په برخو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.