د ټول بهير ولسي ډيموکراسي د چین د ولس حقونه تضمينوي
CMG2022/10/19 15:57:51
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس د روان ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کمېټې په استازيتوب دغه کانګرس ته راپور وړاندې کړ او ويې ویل، چې د ټول بهير ولسي ډيموکراسي د سوسياليزم د ډيموکراتيک سياست له اصلي بڼې سره سمون لري او دا یې تر ټولو پراخه، حقيقي او ګټوره ډيموکراسي وبلله. نوموړي په دغه راپور کې د ټول بهیر د ولسي ډیموکراسۍ ځانګړتیاوې او وړتیاوې بیان کړې او په نوې زمانه کې د چین د سوسیالیستي ډیموکراسۍ د پرمختګ لوری يې روښانه کړ او په عین وخت کې یې د نړیوالې ټولنې لپاره د چیني شکله ډیموکراسۍ د کیفیت د څار کړکۍ هم پرانیستله.  

د ټول بهير ولسي ډيموکراسي څه مانا لري؟

دا د چین د کمونېست ګوند د چیني ملت په مشرۍ په ډیموکراسۍ پسې د لټون، د ډیموکراسۍ د پرمختګ او عملي کولو په برخه کې یو ستر نوښتيز ګام بلل کيږي.

د چین کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهیسې، د ډیموکراسۍ فرهنګ او نظریې دوامدارې او پراخې کړي او د چیني شکله ډیموکراسۍ پرمختګ يې نوي پړاو ته رسولی دی.

د ټول بهیر د ولسي ډیموکراسۍ اصلي بڼه پر سوسیالیستي ډیموکراسۍ ولاړه او د چينايانو په نوښت رامنځته شوې ده او ځانګړتیاوې او وړتیاوې يې هم ښکاره دي.

د ډيموکراسۍ دغه شکل په خپلې لمنې کې ډیموکراتیک انتخابات، سلامشورې، پرېکړې، اداره او نظارت رانغاړي او د هېواد د سیاسي او اقتصادي ژوند په ټولو برخو کې يې خلکو ته ځای ورکړی او د دوی غږونه پکې انګازې کوي او هيلې او اميدونه يې ورغوړولي دي.
چین اوس د سوسیالیستي عصري هېواد په لوري روان دی او د پرمختګ د دویمې موخې مزل را لنډوي.

 ډیموکراتیک نظام څنګه بشپړېږي؟

 شي جين پينګ په ياد راپور کې پر دې ټينګار کړی، چې خلک باید د هېواد اداري نظام بشپړ او تضمین یې باید پیاوړی کړي، سلامشورو او ډیموکراسۍ ته باید هراړخیزه وده او د بنسټيزې کچې ډیموکراسۍ ته باید پرمختګ ورکړي. د شي جین پينګ يادې پوښتنې او ځواب د ټول بهیر ولسي ډیموکراسۍ د پرمختګ لاره لارښوونه کړې ده.

 د ټول بهیر ولسي ډیموکراسي د چین د ولسي کانګرس په نظام کې دننه پلې کيږي.

 دغه نظام چيني ملت ته ډاډ ورکړی، چې خلک له قوانينو سره سم د ملي، اقتصادي، کلتوري او ټولنيزو چارو اداره کوي.

سلامشورې د چین د سوسیالیستي ډیموکراسۍ ځانګړې بڼه ده. دلته د لا وضاحت لپاره د چین د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس د راپور جوړونې مثال راوړو.

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې اړوند ارګان د کره او جامع سروې ګانو له پایلو سره سم ۸۰ څېړنيز راپورونه خپاره کړي، انلاین نظرپوښتنې يې ترسره کړي، د انټرنیټ کاروونکو څه باندې ۸ میلیونه او ۵۴۲ زره وړاندیزونه يې راټول او څيړلي دي او د یاد راپور د لومړۍ ازمويښتي بڼې په هکله يې بیا ـ بیا د بېلابېلو خواوو پراخې نظریې او وړاندیزونه راټول کړي دي. د دغه راپور وروستۍ بڼه يې د چین د کمونېست ګوند په دننه او بهر کې د پراخو وړاندیزونو تر څېړنې وروسته ټاکلې ده او دغه چاره يې د سلامشورې او ډیموکراسۍ د ځانګړتیاوو او وړتیاوو ښه ښکارندويي کوي.

د بنسټيزې کچې ډیموکراسي د ټول بهیر ولسي ډیموکراسۍ لپاره یو مهم بنسټ ګڼل کېږي.

ډیموکراسي د ښکلا او سينګار توکی نه دی، بلکې د خلکو د مسئلو اغېزناک حل پکې کيږي.

ډیموکراسي بېلا بېلې بڼې لري او هر نظام يې د خپل هېواد له حالاتو سره سمه پر مخ وړي او ځانګړی ډیموکراتیک نظام تر ټولو اغېزناک بلل کېږي.

د چین کمونېست ګوند به د سوسیالیستي عصري هېواد د هراړخیزې جوړونې په نوي پړاو کې د ټول بهیر ولسي ډیموکراسۍ ته وده ورکړي، د خلکو د هېواد اداري حقونه به تضمین کړي او د انسانانو د سیاسي تمدن د پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي.