د ډينمارک د کپنهاک پوليسو ادارې د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د هېواد د سمندري قلمرو په شاوخوا کې يې د نورډ سټريم ۱ او ۲ نل ليکو څخه د طبيعي ګازو د ليک کېدو پېښه د سختو چاودونو په اثر رامنځته شوې ده.
اعلاميه وايي، د ډينمارک د استخباراتو ملي اداره او د کپنهاک پوليس به يوه ګډه کمېټه جوړه او له اړوندو بهرنيو ارګانونو سره به نژدې همکارۍ وکړي.
په اعلاميې کې د اړوندې پلټنې د بشپړېدو وخت نه دی ښودل شوی.
( سپوږمۍ)