په نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۶۲۲ ميليونو او ۳۸۹ زرو واوښت
CMG2022/10/19 10:14:13
شريکول:

د روغتيا نړیوال سازمان تازه شمېرې ښيي، چې د منځنۍ اروپا په وخت د اکتوبر د ۱۸ مې نېټې د مازيګر تر اوو بجو او ۴۵ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۶۳ زره او ۳۳ تنه زيات شوی او پدې سره يې عمومي شمېر ۶۲۲ ميليونو، ۳۸۹ زرو او ۴۱۸ تنو ته رسېدلی دی.
مالومات ښيي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۸۵۶ تنه مړه شوي، چې پدې سره يې د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونو، ۵۴۸ زرو او ۴۹۲ تنو ته رسېدلی دی.